IQNA

د قطرپه دوحې کې د افغانستان  په باب نړیواله غونډه او د طالبانو نه شتون(مقاله)

15:32 - February 20, 2024
د خبر لمبر: 3488754
ایکنا- د افغانستان له طالبانو سره د تعامل لپاره د مشترکه دریځو غوره کول او د نړیوالې همپالنې رامینځةکیدا او همداراز د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو  د ځانګړی استازي ټاکل د افغانستان په باب ددوحې د غونډې په ترټولو مهمو چورلیزونو کې شامل وو.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د قطر پلازمینه دوحه له یکشنبې ورځې راهسې تر دوو ورځو پورې د  ملګروملتو په مشرۍ او لارښونې سره د افغانستان  په باب ددوهمې ناستې کوربه ؤ.

په دغې ناستې کې د افغانستان په چارو کې د مختلفو هیوادونوځانګړو استازو شتون درلود او  د افغانستان  مختلفو مسئلې پکې په څلورو برخو او څلورو ناستو کې و ارزول شوې.

د افغانستان له طالبانو سره د تعامل لپاره  دمشترکه دریځو غوره کول او د نړیوالې همپالنې رامینځةکیدا او همداراز د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو  د ځانګړی استازي ټاکل د افغانستان په باب ددوحې د غونډې په ترټولو مهمو چورلیزونو کې شامل وو.

په عین حال کې  ددغې غونډې په باب له افغانستان سره اړونده  دمختلفو ډلو ټپلو له خوا ډيرې تمې مطرح شوې وې،چې پر دغې نړیوالې ناستې ئې سیوری غوړولی ؤ او بلاخره هم  په دغې ناستې کې هم د افغانستان په اړه داسې کومه خاص فیصله ونه شوه چې د افغانستان  ولس ورڅخه کومه اوڅاره ګټه پورته کړي،ځکه  دې ځل  دافغانستان  طالب حکومت یوشمیر  غوښتې مطرح کړې  وې چې  ونه منل شوې اوپه هر حال دغه ناسته د طالبانو له نماینده پرته ترسره شوه.

طالبانو په دغې ادعا سره چې   د دوحې په ناستې کې ئې د ګډون لپاره  د دوي شرطونه نه دي منل شوي ،نو ځکه ئې  پکې ګډون ونه کړ او د افغانستان لپاره به ددغې ناستې نتیجې هیڅ ګټه ونه لري.

داپه داسې حال کې وو ، چې د طالبانو مخالفو ډلو ټپلو  د دوحې غونډه پر دغې ډلې د نړیوالو دباؤنو د  اعمالولو لپاره یو مناسب فرصت  بالۀ.

 د سیاسی مسئلو یو کارپوه عارف اکرمي په دې باب وائي ، افغانستان له بل هر وخته لازیات د نړیوالې ټولنې  توجه ته اړتیا لري، خو داسې ښکاري ،  په دې باب په نړیوالو ناستو پاستو کې  هم کوم یووالی  او انسجام نه ترسترګو کیږي  او د دوحې په شان  په غونډو کې  ګډون  کونکی  هر یو لوری  هڅه کوي، خپل سیاستونه او ګټې پر مخ بوځي . په همدې دلیل لیرې ښکاري  چې د دوحې ناسته هم  د افغانستان د مشکلاتو له حل سره  کومه خاص مرسته وکړئ شي.

یو هغه دباؤ چې د دوحې په څير له ډيرو نړیوالو غونډو څخه ئې تمه کیدله ، د افغانستان میرمنې او انجونې دي چې د طالبانو له خوا د دوي د ښاریزو حقوقوپه چخڼي کیدا سخت اعتراضونه لري.

که څه هم وئيل کیږي، د  دوحې په ناستې کې  د مدني ډلو او  او د میرمنو نمایندګۍ هم شتون درلود، خو د افغانستان میرمنې او انجونې چې ددغه هیواد څه دپاسه نیمه آبادي جوړوي،  هماغه راز له زده کړو او کار کولو محرومه دي، او په دغې ناستې کې ئې  هم تمې پوره شوي نه دي.

له دې امله  دوي دا تمه لری ، چې ملګري ملتونه  دطالبانو دحکومت د پيژندلو  په لړ کې له  هر اقدامه زیات دغه ډله  د افغانستان د میرمنو او انجونو  د ښاریزو حقوقو  منلو ته اړباسي.

د افغانستان په باب د نظرونو او دریځونو د اختلافاتو زیاتوالي ته په پام سره  داسې ښکاري،د دوحې د ناستې له جوړولو د ملګروملتو یوه ترټولو مهمه موخه د افغانستان لپاره د دغې موسیسې د ځانګړي استازي ټاکل وو،چې طالبان  ورسره ډير زیات مخالف دي.

که څه هم   د ځانګړي استازي ټاکل  د ملګروملتو د امنیت شورا  دپریکړه لیک په اساس ترسره کیږي، خو دتیرو وختونو تجروبو ښودلې ده  چې د ځانګړی استازی  ټاکل کیدا هرڅومره  دافغانستان   له ګاونډيو هیوادونو سره   غږمله وي،نو په لاښه انداز سره  ددغه هیواد دمشکلاتو له حل سره مرسته کولی شي.

ځکه د سیمې او د افغانستان  د ګاونډیو هیوادونو  په اند ،هم دا ده چې سیه ایزه حل لاره ددغه هیواد دمشکلاتو د حل ځواب وئيل دي او د دوحې ناستې هم باید په همدې لاره حرکت کولی ، چې د افغانستان  د مشکلاتو له حل سره  دمرستې لپاره د سیمه ایزو  لارو چارو د پیاوړتیا سبب کیدلی، نو لا ښې نتیجې به ئې  وړاندې کولې.  که داسې نه وي ،  نو لویدیځي ټولنې په تیره بیا  امریکا  ممکنه ده ،د خپل یوه عملیاتي مټ په توګه  د ملګروملتو له لارې، وغواړي، د افغانستان د مشکلاتو له حل سره  د مرستې لپاره درستې سیمه ایزې  هلې ځلې  منحرفې او صائع کړي ،څو د افغانسان د بحران دعمل نوښت هماغه شان پخپل  لاس کې ولرل شي.

په عین حال کې داسې ښکاري ، د افغانستان طالبانو ددوحې په غونډې  کې په  ګډون نه کولو سره هڅه وکړه،په دې باب  دعمل خپلواکۍ او خپله فیصله نندارې ته وړاندې کړي. خو ځیني هم په دې اند دي چې طالبان له هغو پوښتنو او نیوکو څخه دتښتې لپاره چې ممکنه وه  په دوحې کې د طالبانو د  حکمرانۍ دحقوقو او  زده کړې د اجتماعي پروګرام په باب مطرح شي.، په دغې ناستې کې ئې له ګډونه ډډه وکړه .  

captcha